د چارو ادارې لوی رئيس: د اسلامي امارت مسؤولين د ولس خادمان دي

د چارو ادارې لوی رئيس: د اسلامي امارت مسؤولين د ولس خادمان دي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ادارې د رئيسانو او مرستيالانو سره د همغږۍ غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه چې نن چهارشنبه(ربيع الاول ۸مه/وږي۲۱مه) جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې د چارو د لا ښه والي لپاره د خپلمنځي همکارۍ په زياتوالي، نظم اطاعت او اخلاص ټينګار وکړ.

د چارو ادارې لوی رئيس په خپلو خبرو کې وويل چې مسلمانان بايد خپل وختونه ضايع نه کړي او له شته فرصتونو نه په استفاده ټولنې ته د خير رسولو لپاره کار وکړي.

نوموړي همدا راز وويل د اسلامي امارت مسؤولين د ولس خادمان دي او لازمه ده چې خلکو ته د لا ښه خدمت لپاره د مسؤولينو ترمنځ خپلمنځي همکاري پیاوړې شي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې مسؤولين بايد متواضع واوسي، له خپلو همکارانو ځان پورته ونه ګڼي، په کارونو کې د هغو له مشورو، وړاندیزونو او تجربو سالمه استفاده وکړي.

د نوموړي په وينا څومره چې په کومه اداره کې خپلمنځي همغږي او همکاري وي؛ هغومره يې چارې مؤثرې او په ښه توګه ترسره کيږي.

په دې‌ ناسته کې ګډونوالو د يو شمېر موضوعاتو په اړه خپل نظريات شريک کړل او ‌د حل په اړه يې ازاد بحث وشو.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.