د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل فرمليانو له استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل فرمليانو له استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح په کابل کې د فرمليانو له استازو سره د هغوى د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه غونډه نن سه شنبه (ربیع الاول ۷ مه/ وږي ۲۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د ګډونوالو په استازيتوب محمد ادریس فقیرزاده او استاد عبدالغفار عابد خپلې ستونزې او وړاندیزونه د فرهنګي او ټولنیزو چارو له رئیس سره شریکې کړې.

يادو استازو د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی، د ملکیتونو د استملاک د سندونو ټکنی بهير، د ښوونځیو او دیني مدرسو نشتوالی، د ځوانانو بې کاري او د تذکرو د وېش په برخه کې ستونزې خپل اساسي مشکلات يادل کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.

په دې ليدنه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل د فرمليانو استازو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې په دې برخه کې راپورته شوې ستونزې به له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شريکې کړي.

ښاغلي ناصح وويل، د تذکرو د وېش په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه په دې وروستيو کې د رياست الوزراء عالي مقام له لوري يو پلاوى ټاکل شوى، چې دغه موضوع په عاجله توګه وڅېړي، نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ، چې دغه غونډې به تشريفاتي نه وي او شته ستونزې به له مسؤولو چارواکو سره د حل په موخه شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.