بدخشان کې د «پامير» ولسوالۍ ايجاد لپاره د مرکزيت ټاکلو او حدودو ارزونه وشوه‌

بدخشان کې د «پامير» ولسوالۍ ايجاد لپاره د مرکزيت ټاکلو او حدودو ارزونه وشوه‌

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم او د رئيس الوزراء د هدايت پر اساس د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رئيس مولوي نورالحق جرير په مشرۍ يو پلاوي بدخشان ولايت کې د پامير په نامه د يوې نوې ولسوالۍ ايجاد لپاره د مرکزيت او حدودو ارزونه وکړه.

په دغه پلاوي کې چې د چارو ادارې لوی رياست د دفاع، کورنيو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، سرحدونو، قومونو او قبایلو، کور او ښار جوړونې وزارتونو، د استخباراتو لوي رياست او احصايې ملي ادارې استازو ګډون کړی و، سيمې ته يې سفر کړی او هلته يې د بدخشان والي او ولايتي مسؤولينو سره د نوې رامنځته کېدونکې ولسوالۍ حدودو او مرکزيت ټاکلو په اړه هر اړخيز بحث وکړ.

په ناسته کې د ولايتي ادارې اړوندو مسؤولينو د پامير په نامه د ولسوالۍ ايجاد اړتيا، حدودو، نفوس او بېلابېلو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل او له مرکز څخه ورغلي پلاوي يې وغوښتل چې د دې ولسوالۍ په ايجاد کې همکاري وکړي، ترڅو د سيمې د خلکو ستونزې حل او خدمات ورته وړاندې شي.

په پای کې ياد پلاوي د بدخشان ولايتي مسؤولینو ته وويل چې د پامير په نامه ولسوالۍ ايجاد په اړه به ګزارش د وروستۍ پريکړې لپاره د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.