د پانګونې اسانتیا رئیس د بهیر ګروپ شرکت څخه لیدنه وکړه

د پانګونې اسانتیا رئیس د بهیر ګروپ شرکت څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد نن دوشنبه (ربیع الاول ۶مه/ وږي ۱۹مه) د دغه شرکت له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د پانګوالو په ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلي خالد همدا راز وویل، د پانګوالو او صنعتکارانو د ملاتړ په برخه کې امیرالمومنین حفظه الله تعالی ټولو امارتي ادارو ته حکم کړی چې پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د "بهیر ګروپ" اجرایوي رئیس عبدالرحیم حکیمي د یاد شرکت د فعالیتونو د تشریح په ترڅ کې د اسلامي امارت له ملاتړ څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د صنعت په برخه کې پر ځان بسیاینه د صنعتکارانو هيله ده.

د ياونې وړ ده، چې بهیر ګروپ د سپین کاغذ، دستمال کاغذ، کارتن جوړولو او د کتاب چاپولو په برخه کې فعاليت کوي.