د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس پکتيکا ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس پکتيکا ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د يو پلاوي په مشرۍد ښارواليو چارو د لا ښه والي او د امارتي ادارو او ولسونو سره د اړیکو د لا ټینګښت په موخه پکتيکا ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت والي، سوداګرو، د اتحاديو رئيسانو، د ادارو له مسؤلينو او ګذر کيلانو سره وليدل.

دغه غونډه نن دوشنبه (ربیع الاول ۶مه/وږي ۱۹مه) د پکتیکا ولایت مقام تالار کې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، وروسته د ښرنې ښار د ګذر وکيلانو او سوداګرو اتحاديو د پکتيکا ولايت د ودې او پرمختګ په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل او د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس څخه يې وغوښتل، چې ياد ولايت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس وويل، د پکتيکا خلکو په نظامي ډګر کې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او د ګذر وکيلانو، سوداګرو او د اتحاديې له استازو يې وغوښتل، چې د ښرنې ښاروالۍ سره دې د بیارغونې، حفظ الصحې او املاکو د عوایدو په راټولولو کې همکاري وکړي.

یاده غونده کې چې د پکتیکا والي او ولایتي مسؤولينو هم ګډون کړی و، په کې والي مولوي عبدالخالق عابد وویل، چارواکي باید د خپل امیر اطاعت وکړي او په خپلو کارونو کې تقوی او امانتدارۍ ته پام وکړي.

د ښارواليو چارو د سمون عمومي ریاست یو تن کارپوه نورالله حقمل د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالۍ د عوایدو راټولولو، لګښتونو څرنګوالي، د خدماتو وړاندې کولو او د ښاروالۍ اړوند موضوعات تشریح کړل.

په پای کې مولوي محمد اسحق اخندزاده وویل د ښاروالۍ په کارونو کې بشپړ شفافیت شتون لري او د پکتیکا ښار د نظم لپاره د ښاروالۍ پلان تطبیق ته اړتیا لري او د ياد ولايت له مسؤولینو یې وغوښتل چې د ښاري پلان په پیاوړتیا او تطبیق کې همکاري وکړي.

دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.