د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس غزني ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس غزني ولايت ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده غزني ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت مسؤلينو، ګذر وکيلانو، د مشورتي بورډ غړو، قومي مشرانو او د اصنافو له استازو سره وليدل.
دا ناسته چې شنبه (ربیع الاول څلورمه/ وږي ۱۷مه) ترسره شوه، په کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس وويل، کوم عوايد چې د صفايي او املاکو څخه تر لاسه کيږي، بيرته د غزني ولايت په سمسورتيا، ښکلا او تنظيم کې مصرفيږي.
په دې ناسته کې د غزني ولايت مقام مرستيال ملا عبدالله حماد په دغه ولايت کې د مولوي محمد اسحق اخندزاده د خدماتو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت کاميابي په اطاعت کې ده، له مسؤولينو څخه يې وغوښتل چې د هېواد لپاره په ګډه کار وکړي او همدا راز يې د غزني ولايت ښاروالۍ سره د همکاري ډاډ ورکړ.
په دې غونډه کې د غزني ولايت د اصنافو استازو، قومي مخورو، ګذر وکيلانو، د مشورتي بورډ غړو د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس د فعاليتونو ستاينه وکړه او دغه ولايت ته يې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي اخندزاده د ۲۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د غزني ښار په بېلابيلو برخو کې د درې پراختيايي پروژو پرانيسته وکړه او زياته يې کړه چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې به د ښارواليو چارو په برخه کې هر اړخيز همکاري کوو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.