غزني او لغمان کې د ميوې او سوداګريز مارکېټونو جوړولو طرحې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

غزني او لغمان کې د ميوې او سوداګريز مارکېټونو جوړولو طرحې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد په مشرۍ په غزني کې د ميوې او لغمان کې سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه، چې په کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ماليې وزارتونو، د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست او د خانزاده ګلوبل او موسيز سرک جوړونې خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی و.

دا غونډه نن شنبه(ربیع الاول ۴مه/وږي۱۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو تالار کې جوړه شوه.

په غونډه کې د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمدضياء خالد وويل، د يادو پروژو طرحه د بين الوزارتي کمېټې له لوری د څېړنې لپاره ياد رياست ته راجع شوې ده.

ښاغلي خالد زياته کړه، د پانګونې اسانتيا رياست هدف په هېواد کې پانګوالو ته د اسانتياوو رامنځته کول، د پانګوالو له لوري د وړانديز شويو طرحو څېړل او په دې برخه کې ستونزو ته د حل لارې پیدا کول دي.

په دې غونډه کې په وړاندې شويو طرحو هر اړخيز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د يادو شرکتونو مسؤولين دې د يادو طرحو په اړه نور جزيات چمتو کړي او په دې اړه راتلونکې غونډې ته دې يې وړاندې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.