د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د زابل والي، ګذر وکيلانو او اصنافو استازو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د زابل والي، ګذر وکيلانو او اصنافو استازو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ښاروالۍ چارو د همغږۍ او ستونزو حل په موخه د زابل والي او د قلات ښار ګذر وکيلانو او د اصنافو استازو سره په دغه ولايت کې وليدل.

په دې ليدنه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس وويل چې د ښاروالۍ فعاليتونه د اصولو له مخې ترسره کيږي او کوم عوايد چې د ښارواليو له لوري راټوليږي؛ بيرته د خلکو په خدمت کې ورڅخه استفاده کيږي.

همدا راز د قلات ښار ګذر وکيلانو له ښاغلي مولوي محمد اسحق اخندزاده سره خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل او غوښتنه يې وکړه چې د قلات ښار د پراختيا لپاره دې لازمه توجه وشي.

ښاغلي اخندزاده د قلات ښار ګذر وکيلانو او اصنافو له استازو وغوښتل چې په دغه ښار کې دې د عوايد د سرچينو موندلو په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او ډاډ يې ورکړ چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې به د ښاروالۍ په چارو کې هر اړخیزه همکاري کوي.
دا ناسته چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.