د ولایتي ښارواليو ۳۷ تنو مسؤولينو ته د مديريت اساساتو په اړه روزنيز پروګرام پيل شو

د ولایتي ښارواليو ۳۷ تنو مسؤولينو ته د مديريت اساساتو په اړه روزنيز پروګرام پيل شو

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ولايتي ښارواليو د عوايدو، محاسبې او اداري او مالي برخه ۳۷ تنو مسؤولينو ته د مديريت او پلان جوړونې په اړه روزنيز پروګرام پيل کړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن شنبه (ربيع الاول ۴مه/ وږي ۱۷ مه) د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د غونډو تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.

په غونډه کې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ مرستیال انجنیر ویس الدین ویس وويل چې د دې روزنیزو پروګرامونو موخه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو مهارتونو لوړول دي او زياته يې کړه چې دا ډول پروګرامونه به د ولایتونو ولسوالیو ته هم وغځيږي.

همدا راز د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست عملياتي رئيس قاري عبدالمتین رحیمزي وويل، ښاروالۍ د خلکو د خدمت اساسي بنسټونه دي او د کارمندانو د ظرفيت لوړونې سره به وتوانيږو ترڅو خلکو ته په لا ښه توګه خدمات وړاندي کړو.

دا ناسته د خير په دعا پای ته ورسېده.