د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازيتوب په پام کې لري چې د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت د اړتيا وړ د تحکيماتي لرګيو 140000 اصله د تدارک پروژې قرارداد چې تشخصيه نمبر يې NPA/SOCBD/1403/NCS-633 دی، د عزت عمر د لوژستيکي خدماتو او ودانيز شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-76762 ده او د افغانستان، کابل په چنداول کې موقعيت لري، په 113,464,400(يو سلو ديارلس ميليونه، څلورسوه څلور شپېته زره، څلورسوه افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.