د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برېښنا شرکت د اړتياوړ 78 قلمه پرزجاتو، فلتربابو او د جنراتورونو د ډيزلو د تدارک پروژه COMMINS چې د اوطلبۍ شمېره يې NPA/DABS/1403/NCB/G-570 ده، د غني قيوم د لوژستيکي خدماتو شرکت ته چې د جواز نمبر يې 954-01-D- دی او د افغانستان – کابل - په باغ بالا کې د اميري روغتون ترڅنګ موقعيت لري په 17,378,894 ( اولس ميليونه، درې سوه اته اويا زره، اته سوه څلور نوي افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.