د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس ارزګان ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس ارزګان ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د يو پلاوي په مشرۍ د اروزګان ولایت د ښاروالۍ د فعاليتونو څارنې او ولایتي ادارې سره د اړیکو د لا ښه والي په موخه د اروزګان ولایت د ادارو له مسؤولينو او رئیسانو سره وليدل.

دا ناسته چې د ياد ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ترينکوټ ښاروالۍ له فعاليتونو څخه څارنه او د مسؤولينو او خلکو د ملاتړ جلبول وبلل، ترڅو د اروزګان ولايت اوسېدونکو ته ښه خدمات وړاندې شي.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست يو تن کارپوه نورالله حقمل د ښاروالیو د کاري ساحې په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ چې د ښاروالۍ د عوایدو راټولولو څرنګوالي، د لګښت ډول، د خدمتونو وړاندې کول او د ښاروالۍ اړوند مسائل یې په کې د غونډې ګډونوالو ته تشریح کړل.

په دې ليدنه کې مولوي محمد اسحاق اخندزاده د ارزګان ولایت له مسؤولینو وغوښتل چې د اروزګان ښاروالۍ د ښاري پلان په پیاوړتیا او تطبیق کې همکاري وکړي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.