د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم د تحقق په موخه غونډه وشوه

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم د تحقق په موخه غونډه وشوه

د وزارتونو او ادارو د تخنيکي وسایلو د تثبيت په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رياست د مرستیال په مشرۍ د تخنیکي کمیټې دویمه غونډه وشوه.

دغه غونډه نن چهارشنبه (ربیع الاول لومړۍ/ وږي ۱۴مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې چې د ۹ وزارتونو او امارتي ادارو استازو په کې ګډون درلود، ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ مرستيال عبدالولي شرفزي وويل، چې له يادې غونډې څخه يې موخه د بېلابېلو کټه ګوريو پر بنسټ د اداراتو د وسايلو او وسايطو د راټولولو او اندازې معلومولو لپاره د يوې جامع طرحې جوړول دي.

د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د تخنيکي کميټې غړو د خپلو اړوندو اداراتو په استازيتوب غونډې ته د فعالو او غير فعالو، د رغونې وړ او د دغمه توکو د کټه ګوريو له مخې د وسايلو او وسايطو د ارقامو راپور وړاندې کړ.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.