د تیر پارک مشارکتي طرحې اړوند د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د تیر پارک مشارکتي طرحې اړوند د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال مفتي عبدالواحد عثماني د برکتزي شرکت رئيس سره د بغلان ولايت د خنجان او دوشي ولسواليو تر منځ د تیر پارک مشارکتي طرحې اړوند د همغږۍ غونډه وکړه.

د غه غونډه نن سه شنبه (صفرالمظفر۳۰مه/وږي ۱۳مه) د پانګونې اسانتيا رياست د مرستيال په دفتر کې جوړه شوي وه، په کې د يادې طرحې اړوند او د دغې طرحې په اړه بحث وشو.

د پانګونې اسانتیا رياست مرستیال مفتي عبدالواحد عثماني وویل، د تیر پارک د مشارکتي طرحې د مالي اړخونو د ارزونې او تحلیل په موخه د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت له لارې دغه ریاست ته راجع شوې او له ازموینې وروسته یې د ځينو برخو په اړه وضاحت اړين وباله.

بل لور ته د برکتزي شرکت رئیس مبارز برکتزي وويل، د دغې پروژې طرحه د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له لوري د ۳۵ سلنه بودجې په ارزښت د ۲۰ کلونو په موده کې جوړه شوې ده، په یاد تیر پارک کې باید ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې ياد پلان دې د نيمګړتياوو له لرې کولو او د عوايدو د دقيقې اندازې له معلومولو وروسته د تصويب لپاره اقتصادي کمېسيون ته وړاندې شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.