د کار موندنې خبرتیا:

د کار موندنې خبرتیا:
د کور او ښار جوړولو وزارت د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ، د تېرو اعلانونو پر دوام، (۹۴) مرکزي خالي بستونه د ۱۴/وږی/۱۴۰۳ تر د ۲۵/وږی/۱۴۰۳هـ ش چې د ۱/ربیع الأول/۱۴۴۶ تر ۱۲/ربیع الأول/۱۴۴۶ نېټې سره برابرده اعلانوي.
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې له لاندې لینک څخه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (MB5) ډېر نه وي، دغه برېښلیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوي.
همدا راز په شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنې فورمې د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو ریاست د استخدام امریت چې په درېیم مکروریان کې د ازادۍ مطبعې ته مخامخ موقعیت لري او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره چې د دارلامان سناتوریم کوڅه کې موقعیت لري ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې په انلاین او حضوري ډول دې د غوښتنې فورمې له استولو ډډه وشي څو په یو بست کې د فورمو له تکرار څخه مخنیوی وشي.
یاددښت: د غوښتنلیک له فورمې سره د تحصیلي اسنادو، د کاري تجربې اسنادو او د تابعیت تذکرې کاپي حتمي ده.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۳۰۰۷۱۴/ ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸
د اعلان شوو بستونو د جدول لینک:
د غوښتنې فورمې لینک: