د ملي‌ تدارکاتو ریاست د افر‌انیستې دوه پروژې ترسره کړې

د ملي‌ تدارکاتو ریاست د افر‌انیستې دوه پروژې ترسره کړې

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست له قلعه زمان خان عمومي سرک څخه د کابل-جلال اباد سرک پورې د سرک د ودانيزو چارو پروژه او د اوبو او انرژۍ وزرات اړوند پروژې اته لاټه او د تخار ولایت درقد ولسوالۍ د یتیم تپې سواحلو د تحکیماتو پروژې افر پرانیسته د افر پرانیستې هیئت او د څو داوطلبو شرکتونو استازو په حضور کې ترسره کړه.
دغه غونډې نن سه شنبه «صفر المظفر۳۰مه/ وږي۱۳مه» د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه، په پيل کې د ملي تدارکاتو ریاست مرستیال مولوي عبدالرحیم رحیمي د داوطلبو شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د چارو ادارې ملي تدارکاتو ریاست په قراردادونو کې د شفافیت لپاره رامنځته شوی دی او ډاډ یې ورکړ چې د پروژو افر پرانیستو کې حق حقدار ته رسېږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه هغه شرکتونه چې مناسب قیمت وړاندې کړي او د پروژې د تطبیق معیارونه یې پوره کړي وي، د ګټونکي شرکت په حیث به وپیژندل شي.
دا غونډې چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وې، د خیر په دعا پای ته ورسېدې.