د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د هلمند ګذر وکیلانو او متنفذینو سره وليدل

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د هلمند ګذر وکیلانو او متنفذینو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د هلمند ولایت لښکرګاه ښار د ګذر وکیلانو او متنفذینو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه د لښکرګاه ښاروالۍ کې وليدل.

په دې ليدنه کې د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس د لښکرګاه د ګذر وکیلانو او متنفذینو څخه وغوښتل چې د ښاروالیو د عوایدو په راټولولو کې دې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

همداراز په دې غونډه کې د لښکرګاه ښار د خلکو استازو خپل نظرونه او وړاندیزونه له ښاغلي مولوي محمد اسحق اخندزاده سره شریک کړل او نوموړي ډاډ ورکړ چې د ښاروالۍ په برخه کې د خلکو ستونزو ته به رسیدنه وشي.

دغه ناسته چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.