د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې

د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ميدان وردګ ولايت مرکز ميدان ښار چاره کي سيمه کې د الحاج صوفي شاه زمان (رح) جامع جومات پرانيستغونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه چې نن یکشنبه(صفرالمظفر ۲۸مه/وږي ۱۱مه) د میدان وردګ ولایت، میدان ښار د چاره‌کي په سیمه کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ولايت مرستيال، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، ولايتي مسؤولينو، علماء کرامو، قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو برخه اخیستې وه.

غونډې ته په وينا کې د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ جومات په اسلامي ټولنه کې خپل ځانګری ارزښت او مقام لري او دا د اسلامي او انساني ټولنې لومړی ضرورت دی.

نوموړي وويل چې اسلامي امارت د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې په همدې اساس په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر جوماتونه جوړ شوي دي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې جوماتونه د ځمکې پرمخ تر ټولو غوره ځايونه دي او په وينا يې چې همدا جوماتونه د باطل په وړاندې د مبارزې مرکزونه دي.

دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسیده.