د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د افغانستان برېښنا شرکت له اندخوی څخه تر ميمنې پورې د ۱۱۰ کيلو ولټ برېښنا انتقالي لين د نوي مسير بيا جوړولو د اړتيا وړ 6 قلمه تجهيزاتو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1403/G-611/NCB ده، د همکار کيبل او سیم شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-03-1479 ده او د هرات ښار، د بانک خون سرک کې موقعيت لري 97,098,500 په (اووه نوي ميليونه، اته نوي زره، پنځه سوه افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.