د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي، د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: له تخنيکم څخه د علاؤالدين تر درې لارې پورې د سرک د ودانيزو چارو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1403/W-637/NCB
بانکي تضمين: 2,500,000 (دوه ميليونه، پنځه سوره زر افغانۍ)
د افر پرانيستې ناسته: 1403مالي کال د وږي ۳۱مه له غرمې مخکې 10:00بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل:npd.bidding1@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.