د هيواد بندرونو کې د سکنرونو نصبولو عملي چارو پيل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د هيواد بندرونو کې د سکنرونو نصبولو عملي چارو پيل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست، کورنيو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د استخباراتو لوی رياست او زبير مصور لميټيډ شرکت د استازو ترمنځ د هېواد په بندرونو کې د سکنرونو د نصبولو قرارداد د عملي چارو پيل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن يکشنبه (صفرالمظفر ۲۸مه/ وږي ۱۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د پانګونې اسانتيا رئيس انجنير احمد ضياء خالد په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې نوموړي ياده پروژه يوه مهمه او اساسي پروژوه وبلله او اړوندو ادارو ته يې د دې پروژې په ښه توګه سرته رسولو سپارښته وکړه.
همدا راز د غونډې ګډونوالو د پروژې د تطبيق اړوند خپل تخنيکې نظريات وړاندې کړل او په‌ پروژه کې د ورسپارل شوي مسؤوليت په ښه توګه سرته رسولو ډاډ يې ورکړ.
په پای کې انجنير احمد ضياء خالد د غونډی ګډونوالو د ستونزو او وړانديزونو اورېدلو وروسته پرېکړه وکړه چې د اړوندو اداراتو د استازو څخه دې يو پلاوی وټاکل شي او د يوې اونۍ په جريان کې دې د سکنرونو نصبولو لپاره ګټونکي شرکت ته د سکنرونو نصبولو لپاره ساحې مشخصې کړي، تر څو د سکنرونو نصبولو عملي چارې پيل شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.