د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس نيمروز ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس نيمروز ولايت ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د يو پلاوي په مشرۍ له امارتي ادارو سره د ښاروالیو اړیکو د ښه والي په موخه نیمروز ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت والي، مسؤولینو او ادارو رئیسانو سره يې وليدل.
دغه غونډه چې د نیمروز ولایت مقام کې جوړه شوې وه، په کې والي، ولسوالانو او د ولایتي ادارې مسؤولینو ګډون درلود. د غونډې پيل د قرانکریم په تلاوت وشو، ورپسې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د نیمروز ولایت له مسؤولینو وغوښتل چې ښاروالۍ سره په همغږۍ دې ښاري پلان تطبیق او د عوایدو او صفايي په راټولولو کې دې همکاري وکړي.
د نیمروز ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد وویل د اسلامي امارت دوام او استحکام پياوړي اداري سیستم ته اړتیا لري او په وينا يې چې موږ په دې برخه کې هڅې کوو.
دې غونډه کې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست یو تن کارپوه نورالله حقمل د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د یاد ریاست کاري ساحه، د عوایدو راټولولو څرنګوالی، د لګښتونو ترتیب، د خدماتو وړاندې کول او د ښاروالیو اړوند نور موضوعات ګډونوالو ته تشریح کړل.
په پای کې مولوي محمد اسحق اخندزاده زیاته کړه چې خلک کولای شي خپل نيوکې او وړاندیزونه له والي سره شریک کړي او د نیمروز ولایت له مسؤولینو یې وغوښتل چې له ښاروالۍ سره همکاري لا زياته کړي.
یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.