د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د نيمروز ولايت ګذر وکيلانو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د نيمروز ولايت ګذر وکيلانو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د نيمروز ولايت زرنج ښار د ګذر وکيلانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه د زرنج ښاروالۍ د غونډو په تالار کې وليدل.

په دغې ليدنه کې د ښارواليو چاور د سمون عمومي رئيس وويل هڅه کوو چې د شريعت په چوکاټ کې د افغانستان اسلامي امارت حمايت وکړو او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د ښاروالۍ د عوايدو په را ټولولو کې همکاري وکړي ترڅو زيات خدمات وړاندې شي.

همدا راز مولوي محمد اسحق اخندزاده، د نيمروز ولايت د ګذر وکيلانو ستونزې، وړانديزونه او نظريات واورېدل او ويې ويل نيمروز ولايت ته يې د سفر موخه د عوایدو د سطحې لوړول او د ښاروالۍ د فعاليتونو له نږدې څخه ليدل دي.

نوموړي ډاډ ورکړ، هڅه کوي چې نيمروز ولايت کې د عوايدو سرچينې پيدا کړي تر څو په دغه ولايت کې پراختيايي بودجه زياته او د دغه ولايت په پرمختګ کې مصرف شي.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.