د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د فراه والي سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د فراه والي سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ښارواليو چارو د لا ښه والي په موخه د فراه والي، ولايتي مسؤولينو او رئيسانو سره سره وليدل.

دا ليدنه چې د فراه ولایت په مقام کې ترسره شوه، پيل يې د قرانکریم په تلاوت وشو او ورپسې غونډې ته په وينا کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس وویل چې له دغه سفر څخه يې هدف د فراه ولايتي مسؤولینو ليدنه او له نږدې څخه د ښاروالیو د فعالیتونو او چارو څارنه ده.

په دغه ناسته کې د فراه والي مولوي غوث‌الدین رهبر، دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سفر هرکلی او مننه وکړه او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت بقا په وحدت، اتحاد او اطاعت کې ده. نوموړي د ښاروالیو فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې ولايتي اداره به په ښاري نظم، بیا رغونه او نورو بېلابېلو برخو کې به له ښاروالۍ سره همکار وي.
ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست کارپوه نورالله حقمل د ښارواليو د کاري ساحې او عوايدو راټولولو په اړه پرزنټيشن وړاندې کړ او د ښاروالۍ د لګښتونو، خدماتو او اړوند موضوعاتو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په پای کې مولوي محمد اسحق اخندزاده زیاته کړه چې د امارتي ادارو ترمنځ باید لا زياته همغږي رامنځته شي او د فراه ولایتي مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې له ښارواليو سره همکاري لا زياته او پياوړې کړي.

دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسیده.