د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس د فراه ګذر وکيلانو سره وليدل

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس د فراه ګذر وکيلانو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د فراه ولایت د ګذر وکيلانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه د دغه ولايت په ښاروالۍ کې وليدل.

په دې لیدنه کې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس وويل چې د ښاروالیو عواید له ملکیتونو، صفایۍ او د دوکانونو له کرايو څخه راټولیږي او له خلکو يې وغوښتل چې د ښاروالیو په عوایدو کې مرسته وکړي ترڅو لا زيات خدمات وړاندې شي.

همدا راز مولوي محمد اسحق اخندزاده د فراه ولایت د وکیلانو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل او زیاته یې کړه چې شل کلنې ستونزې په یوه ورځ کې نه شي حل کېدای او د وخت په تېرېدو به ستونزې حل شي.

په غونډه کې د فراه ښاروال سردار محمد مرصا وويل، په تېرو شلو کلونو کې د فراه ولایت ته پاملرنه نه ده شوې او په دغه ولایت کې ستونزې ډېرې خو عواید لږ دي.

په پای کې ښاغلي اخندزاده ډاډ ورکړ چې هڅه کوي تر څو د فراه ولایت د عوایدو سرچینې پيدا کړي او د فراه ښار د پرمختګ او ودې په برخه کې همکاري وکړي.

دا غونډه چې د قرانکريم کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.