د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د بادغيس له والي سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د بادغيس له والي سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده له امارتي ادارو او خلکو سره د ښارواليو اړيکو پياوړتيا او کارونو لا چټکتيا په موخه، له والي، مسؤولينو او د ادارو له رئيسانو سره وليدل.

دغه ليدنه چې نن چهارشنبه (صفرالمظفر ۲۴مه/ وږي ۷مه) د بادغيس ولايت مقام په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس وويل، د اسلامي نظام بقاء په اطاعت کې ده، په اداراتو کې بايد وظيفوي تداخل نه وي او هره اداره باید د اصولو له مخې فعاليت وکړي.

په غونډه کې د بادغيس والي ملا عبدالصمد جاويد، دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سفر د مننې تر څنګ وويل چې په تيرو کلونو کې د بادغيس ولايت ته لازمه پاملرنه نه ده شوي، اړتيا ده چې ښاروالۍ له مختلفو ادارو سره په همغږۍ د بادغيس ولايت د پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي او ډاډ يې ورکړ چې ولايتي اداره به له ښاروالۍ سره د بادغيس ولايت د پرمختګ په چارو کې همکاري کوي.

په دغه غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست کارپوه نورالله حقمل د ښارواليو د کاري ساحې او عوايدو راټولولو په اړه پرزنټيشن وړاندې کړ او د ښاروالۍ د لګښتونو، خدماتو او اړوند موضوعاتو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

همدا راز په پای کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخند زاده، د امارتي ادارو او خلکو وړانديزونه او نظريات واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست له ټولو ادارو سره همکار دی او ستونزو ته به په ښه توګه رسېدنه کوي.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.