د ملي تدارکاتو رئيس د ودانيزو شرکتونو اتحادیې استازو سره وليدل

د ملي تدارکاتو رئيس د ودانيزو شرکتونو اتحادیې استازو سره وليدل
د ملي تدارکاتو رئيس مولوی عبدالباقي منصور د ودانيزو شرکتونو اتحادیې استازو سره د هغوی د ستونزو حل او د ملي تدارکاتو ریاست او د یادې اتحایې تر منځ د همغږۍ په موخه غونډه وشوه.
دغه غونډه نن چهارشنبه (صفر المظفر ۲۴مه/ وږي ۷مه) د ملي تدارکاتو رئیس دفتر کې ترسره شوه چې پکې د ودانيزو شرکتونو اتحادیې په ستونزو او د شرکتونو اتحادیې سره د لا همغږۍ په موخه وليدل.
د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور وویل، د افغانستان اسلامي امارت رهبري قاطع اراده لري چې له فتحې مخکې د ودانيزو شرکتونو قرضونه ورکړي چې له نیکه مرغه په دې برخه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړي احکام هم موجود دي.
نوموړي وويل، د افغانستان اوسني حاکمان د هېواد د ابادۍ په لار کې ډېره هڅه کوي او ښه فعالیتونه هم ترسره شوي دي هغه د ودانيزو شرکتونو اتحادیې استازو ته ډاډ ورکړ چې ددوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به جدي هڅه وکړي.
بل لور ته د ودانیزو شرکتونو اتحادیې په استازیتوب انجنیر محمد ناصر محتسب زاده خبرې وکړې او د یادې اتحادیې ستونزې یې بیان او د اتحاديې او ملي تدارکاتو رياست تر منځ د لا همغږۍ غوښتونکی شو.
دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.