د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د قلعه نو ګذر وکيلانو او کسبګرو له استازو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د قلعه نو ګذر وکيلانو او کسبګرو له استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخند زاده د بادغيس ولايت د قلعه نو ګذر وکيلانو له کسبګرو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه د دغه ولايت د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې وليدل.

دغه ناسته چې نن چهارشنبه (صفرالمظفر۲۴مه/وږي ۷مه) د قرانکريم په تلاوت پيل شوه؛ وروسته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندازاده وويل د اسلامي امارت د شل کلنې مبارزې په نتېجه کې اشغال پای ته ورسېد او اوس ازادي راغلې او اسلامي نظام حاکم دی.

ښاغلي اخندزاده په دغه ليدنه کې د ګذر وکيلانو او د بادغيس مرکز قلعه نو کسبکارانو ستونزې، وړانديزونه او نظريات واورېدل او زياته يې کړه چې د خلکو استازو مشورې د شريعت مطابق د تطبيق وړ دي او د هغه ولايت د ښاروالۍ استازو ته يې ډاډ ورکړ چې بادغيس کې به زياتې عايداتي سرچينې فعالې کړي، ترڅو ښه او زيات خدمات خلکو ته وړاندې شي.

دغه غونډه د خير په دعاسره پای ته ورسېده.