د افغانستان برېښنا شرکت د دوو پروژو افر پرانيستې غونډې ترسره شوې

د افغانستان برېښنا شرکت د دوو پروژو افر پرانيستې غونډې ترسره شوې

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت اړوند دوه پروژې (د لوړ ولټاژ انتقالي لین د ساتنې او څارنې لپاره د ۱۹ قلمه تجهیزاتو د تدارک او ولایتونو او مراکزو سب سټېشنونو لپاره د بېلابېلو تجهیزاتو د تدارک) پروژې د افر پرانيستې پلاوي په ګډون او د یو شمېر داوطلبو شرکتونو استازو په حضور کې ترسره کړې.

دغه غونډې نن چهارشنبه (صفر المظفر ۲۴مه/وږي۷مه) د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوې چې پکې د ملي تدارکاتو رياست مرستيال مولوي عبدالرحيم رحيمي وويل د پروژې په تطبيق کې دې ګټونکي شرکتونه تقوا په نظر کې ونيسي او د اسلامي امارت د تدارکاتو له اصولو سره سم دې عملي کړي.

هغه زياته کړه؛ په معاملاتو کې د بل مال په مشروع ډول ترلاسه کول تجارت بلل کېږي او سوداګر چې په پوره عدل او انصاف خپل کارونه سرته ورسوي هغه به په اخرت کې له شهداوو، صالحينو او انبياوو سره وي.

ښاغلي رحيمي د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د پروژو افر پرانيستې په شفاف ډول ترسره کېږي، د هپچا حق په کې نه ضايع کېږي او حق به خپل حقدار ته سپارل کيږي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.