د څلورسوه بستریز روغتون طبي وسایلو اخیستلو په موخه غونډه وشوه

د څلورسوه بستریز روغتون طبي وسایلو اخیستلو په موخه غونډه وشوه

چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو رئيس په مشرۍ د ملي دفاع وزارت څلور سوه بستریز روغتون د صحیه رئيس ډاکټر محمد طاهر احرار په ګډون د ملي دفاع وزارت څلور سوه بستریز روغتون ته د طبي وسایلو او اکمال په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن سه شنبه «صفر المظفر ۲۳مه/ وږي ۶مه» د ملي تداکارتو رئیس په کاري دفتر کې ترسره شوه، پکې د ملي دفاع وزارت اړوند څلور سوه بستریز روغتون د طبي وسایلو د اخیستو څرنګوالي په اړه بحث وشو.

د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور وویل هڅه کوو هغه پروژې چې له دې لارې يې پړاوونه ترسره کیږي؛ ژر تر ژره ترسره کړو.

نوموړي زیاته کړه چې د څلور سوه بستریز روغتون طبي وسایلو اکمال یوه حیاتي موضوع ده او ډاډ یې ورکړ چې د اخیستو په برخه کې به یې هر اړخیزه همکاري وکړي.

بل لور ته د ملي دفاع وزارت څلور سوه بستریز روغتون د صحیه رئيس ډاکټر محمد طاهر احرار غوښتنه وکړه چې د چارو اداره دې د خپلو ارتباطي مراجعو له لارې د یادو طبي وسایلو په اخیستو کې همکاري وکړي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.