د شرطپاڼې د لومړی شمېرې تعدیل خبرتیا

د شرطپاڼې د لومړی شمېرې تعدیل خبرتیا
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د اوبو او انرژۍ وزارت په استازیتوب د تخار ولایت درقد ولسوالۍ د یتیم تپې سواحلو د تحکیماتو اته لاټه پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/MoWE/1403/W-643/NCB ده مخکې اعلان ته سپارلې وه چې د داوطلبانو په غوښتنه، د مشابه تجربې معیار راټیټ او دري - انګلیسي احجامو بل (BoQ) ترتیب شو او د افرونو د تسلیمې وخت د وږي له ۶مې تر ۱۳مې تمدید شو چې د شرطپاڼې د لومړی شمېرې تعدیل د چارو ادارې لوی ریاست او د اوبو او انرژۍ وزارت له ویب پاڼو ترلاسه کولای شئ.
داوطلبان کولای شي یاد تعدیل ترلاسه او خپل افرونه دې د شرطپاڼې که درج شویو شرایطو، د تدارکاتو د طرزالعمل او د لومړی شمېرې تعدیل پر اساس ترتیب او په سرتړلي شکل له ۱۴۰۳ کال وږي میاشتې ۱۳مې نېتې له غرمې مخکې تر ۹:۰۰ بجو د ملي تدارکاتو ریاست د افر پرانیستو اسانتیاوو سکرتریت ته وړاندې کړي.
د افر پرانیستې غونډه د ۱۴۰۳ کال وږي میاشتې ۱۳مه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې په شرطپاڼه کې درج شوي ځای کې ترسره کېږي.