د امارتي ادارو او وزارتونو د غیر مالیاتي عوايدو تخنیکي کمیټې غونډه وشوه

د امارتي ادارو او وزارتونو د غیر مالیاتي عوايدو تخنیکي کمیټې غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زېربناوو ریاست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم تحقق په موخه د ٢٥ وزارتونو او ادارو استازو سره د غیر مالياتي عوايدو په اړه غونډه وکړه.
دغه غونډه نن دوشنبه (صفرالمظفر ٢٢مه/ وږي۵مه) د ملي اقتصاد او زېربناوو ریاست رئیس مفتي شمس الرحمن په مشرۍ او د ٢٥ بودجوي واحدونو مالي مسؤولينو په ګډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس وویل د هېواد اقتصادي پرمختګ د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دی او د ننۍ غونډې موخه په امارتي وزارتونو او ادارو کې د غیر مالیاتي عوايدو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم تحقق دی.
مفتي شمس الرحمن زیاته کړه غیر مالیاتي عواید ډېر اهميت لري او زياته يې کړه چې اړونده ارګانونه مکلف دي چې د غیر مالیاتي عوايدو په راټولولو ملي بودجې سره مرسته وکړو.
د غونډې پای کې د امارتي وزارتونو او ادارو استازو ته د غیر مالیاتي عوايدو د راټولولو څرنګوالي په اړه پرزنټيشن وړاندې شو، تر څو ادارې د عایداتي منابعو څخه په ګټه اخیستنې د بودجې له کسر څخه مخنیوی وشي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.