د افغانستان برېښنا شرکت د دوو پروژو افر پرانيسته وشوه

د افغانستان برېښنا شرکت د دوو پروژو افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د هلمند سنګين ولسوالي د څاروان قعله د ۱۲قلمه کيبل او ۵۳ قلمه ټرانسفرمرونو او بېلابېلو توکو او د لوګر محمداغې ولسوالۍ د مغل خيلو او دهنود ساحو د ۵۸ قلمه برېښنايي تجهيزاتو پروژې د افر پرانيستې پلاوي په ګډون او د یو شمېر داوطلبانو په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډې چې نن دوشنبه(صفر المظفر ۲۲مه/ وږي ۵مه) جوړې شوې وې، په کې د ملي تدارکاتو رياست د سندونو د تعقيب او تحليل امر مفتي احمدالله نظامي د شرکتونو د استازو له ګډون څخه مننه وکړه او له هغوی يې وغوښتل چې په خپلو فعاليتونو کې د ځان د ګټو ترڅنګ بايد د ملت ګټې او خدمتونه هم په نظر کې ونيول شي.

نوموړي وويل چې ملي ګټې په نظر کې نيول يو ملي احساس او خدمت دی چې په نتيجه کې يې په‌ مال او اولاد کې خير او برکت رامنځته کيږي.

ښاغلي نظامي د افر پرانيستي داوطلبو شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د داوطلبۍ پروسې په شفافه توګه ترسره کېږي په دې برخه کې د هيچا حق نه ضايع کېږي.

دا غونډې چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وې، د خیر په دعا پای ته ورسېدې.