د چارو ادارې لوی رئيس رسنيو او ولس ته د اطلاعاتو په ورکولو ټينګار وکړ

د چارو ادارې لوی رئيس رسنيو او ولس ته د اطلاعاتو په ورکولو ټينګار وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور له مرکزي ويندويانو او د نشراتو مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه کې ګډون وکړ.

غونډې ته په وينا کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل، لازمه ده چې ولس د اسلامي امارت له فعاليتونو څخه پر وخت او ښه توګه خبر شي او د دې لپاره د نظام د هرې ادارې د نشراتو مسؤول مکلف دی، تر څو ولس او رسنيو ته په ښه توګه او پر وخت اطلاعات ورکړي.

نوموړي همدا راز زياته کړه چې د وزارتونو او ادارو ويندويان بايد له رسنيو سره د معلوماتو په شریکولو کې د اسلامي امارت پاليسي په نظر کې ونيسي او خپل فعالیتونه د اسلامي امارت د پاليسۍ سره سم ترسره کړي.

همدا راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتیق الله عزيزي او د مالي او اداري معين مولوي قدرت الله جمال هم ويناوې وکړې او د نشراتو مسؤولين يې خپلو چارو او مسؤوليتونو ته متوجه کړل.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.