د صدر مارکيټ او د هغه اړوند ځمکې د انتقال په اړه غونډه وشوه

د صدر مارکيټ او ځمکې د انتقال په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د امارت د پاليسۍ معاونيت د پلان او ګزارشونو د تحليل او ارزونې رياست له لوري د کورنيو چارو، عامې روغتيا، کور او ښار جوړونې، عدليې او ماليې وزارتونو او د نورو امارتي ادارو د استازو تر منځ د صدر مارکيټ او د هغه اړوند ځمکې د انتقال او تخليې په اړه غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه (صفرالمظفر۲۱مه/ وږي ۴مه) د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه، په پيل کې د امارت د پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالباري "عاطف" د غونډې له ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ وويل د مشرتابه او د رياست الوزراء د حکم د تحقق په موخه دغه پلاوی ټاکل شوی چې د صدر مارکيټ او د هغه اړوند ځمکې د انتقال او تخليې په اړه بحث وکړي.
په غونډه کې د پلان او ګزارشونو د تحليل او ارزونې رئيس مولوي محمد طاوس طارق په مشرۍ او د يادو وزارتونو او امارتي ادارو د استازو ترمنځ د صدر مارکيټ او د هغه اړوند ځمکې د انتقال او تخليې په اړه هر اړخيز بحث او خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د يوې مياشتې په موده کې دې صدر مارکيټ او اړونده ځمکه ماليې وزارت ته انتقال کړي.

په پای کې د کورنيو چارو او عامې روغتيا وزارتونو او کابل ښاروالۍ استازو ډاډ ورکړ، چې صدر مارکيټ او د هغه اړوند ځمکه به په ټاکلې موده کې د ماليې وزارت په اختيار کې ورکړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.