د پانګونې اسانتيا رئيس له خيرخواه الکترونیکي کمپلکس څخه ليدنه وکړه

د پانګونې اسانتيا رئيس له خيرخواه الکترونیکي کمپلکس څخه ليدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجينر احمدضياء خالد او د مطبوعاتو رئيس مفتي احسان الله بدر نن يکشنبه (صفرالمظفر ۲۱مه/ وږي۴مه) د کابل ښار له خيرخواه الکترونیکي کمپلکس څخه ليدنه وکړه.

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئیس د خيرخوا الکترونيکي کمپلکس د ترسره شويو کارونو ستاينه وکړه او زیاته يې کړه، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت له مهمو او ملي پروژو څخه ده، چې تر اوسه يې کارونه په ښه ډول په مخ وړل کېږي.

ښاغلي خالد سوداګرو ته وويل؛ له ملي پروژو څخه ملاتړ د اسلامي امارت له مهمو موخو څخه ده او ډاډ يې ورکړ چې په دې پروژه کې د سوداګرو شته ستونزې به له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ په لنډ وخت کې حل کړي.

بل لور ته د خيرخواه الکترونیکي کمپلکس د پانګوالو د اتحاديې رئيس حاجي مختار شريفي د خيرخواه مارکيټ دننه ډيزاين جوړونې نقشه د چارو ادارې لوی رياست مسؤولينو ته وښوده او ډاډ يې ورکړ چې پاتې چارې به يې په لنډ وخت کې پای ته ورسيږي.

د يادونې وړ دی، چې خيرخواه الکترونیکي کمپلکس د کابل ښار نادر پښتون په سرک موقعيت لري او د ۳۲.۰۸ میلیونه ډالرو په لګښت د عامه او خصوصي مشارکت پر بنسټ د جوړېدو چارې روانې دي.