د وزارتونو او ادارو د تخنیکي وسایلو او وسايطو تخنیکي کمیټې لومړنۍ غونډه وشوه

د وزارتونو او ادارو د تخنیکي وسایلو او وسايطو تخنیکي کمیټې لومړنۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالباري عاطف په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تحقق په موخه د امارتي وزارتونو او ادارو د تخنیکي وسایلو او وسايطو د تثبيت په اړه د تخنیکي کمیټې لومړنۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه نن شنبه(صفرالمظفر ٢٠مه/ وږي ٣مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې د ملي دفاع، کور او ښار جوړولو، اوبو او انرژۍ، د کلیو بيا رغونې او پراختیا وزارتونو، ملي پراختيا شرکت او کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و.
د چارو ادارې لوی رياست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف وویل ددې غونډې د جوړولو موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم تحقق دی او تخنیکي کمیټه دنده لري ترڅو د وزارتونو او ادارو ټول وسايل مشخص کړي.

نوموړي زیاته کړه، اړتیا ده چې تخنیکي کمېټه د وزارتونو او ادارو ټول وسایط او وسایل د فعال، غیر فعال، جوړولو ته چمتو او داغمه جات کتګوري شي او راتلونکې غونډې ته يې ليست وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي کمیټې غړو وسایطو او وسایلو په اړه د اطلاعاتو راټولولو په اړه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې په د دې چارې لپاره به يو ځانګړی ډېټابيس جوړ شي.
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.