د برېښنا شرکت اړوند ۴۷ قلمه ټرانسفارمرونو او تجهيزاتو افر پرانيسته وشوه

د برېښنا شرکت اړوند ۴۷ قلمه ټرانسفارمرونو او تجهيزاتو افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست، د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د کندز ولایت چهار درې ولسوالۍ کې د ۶ کيلو ولټ اصلاحاتي پروژې لپاره د ۴۷ قلمه ټرانسفارمرونو، ۱۴ قلمه سيم او کيبل، ۶ اصله پايو او بېلابېلو تجهيزاتو پروژې افر پرانيسته د يو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو او افر پرانيستې پلاوي په حضور کې ترسره کړه.
دا غونډه چې نن سه شنبه( صفر المظفر ۱۶مه/ زمري ۳۰مه) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او له هغوی يې وغوښتل چې د پروژو په تطبيق کې دې په صادقانه توګه خپلې چارې ترسره کړي او له خيانت او حرامو څخه دې ځان وساتي.
ښاغلي محمدي همدا راز زياته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي چې شرکتونه په پروژو کې ګټه ترلاسه کړي، نو له همدې امله ملي تدارکاتو رياست شرکتونو ته ورکشاپونه او سيمنارونه جوړوي.
د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د ملت او سوداګرو په خدمت کې دی او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار کوي.