د کانونو او پټرولیم وزارت نوی مالي او اداري معین معرفي شو

د کانونو او پټرولیم وزارت نوی مالي او اداري معین معرفي شو

د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور مولوي حسام الدین صابري چې د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د دې وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی دی؛ ددې وزارت مسؤولینو او کارکوونکو ته رسماً معرفي کړ.

په همدې موخه نن دوشنبه «صفر المظفر ۱۵مه/ زمري ۲۹مه» د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزير مولوي هدایت الله بدري، د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلال او کانونو او پټرولیم وزارت معینانو او رئيسانو په حضور ددې وزارت د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس وویل، دا بايد یو الهي نعمت وګڼو چې د نظام په رأس کې داسې شخصیتونه شتون لري چې مادیاتو او څوکۍ پورې يې هيڅ تړاو نشته.
د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نور الحق انور زیاته کړه، هغوی چې ښه خدمات ترسره کوي، د خلکو په زړونو کې ځای لري او نومونه یې تل په نیکۍ یاديږي.

د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د وزارتونو ځینې معینان تغیر او تبدیل شوي چې په کې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري نوی معین هم دی چې نن رسماً معرفي شو.
دا مجلس چې د قران عکریم په تلاوت پيل شوی و، د خیر په دعا پای ته ورسېده.