د برېښنا شرکت ۳۷ قلمه اوسپنيزو او ۶۵قلمه برېښنايي تجهيزاتو د تدارک پروژې افرپرانيسته وشوه

د برېښنا شرکت ۳۷ قلمه اوسپنيزو او ۶۵قلمه برېښنايي تجهيزاتو د تدارک پروژې افرپرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په چوکاټ کې د برېښنایي وېش شبکې پروژې د اړتیا وړ ۶۵ قلمه توکو او د اړتیا وړ د اوسپنې د ۳۷ تجهيزاتو د تدارک پروژې د افر پرانيستې پلاوي په حضور او د يو شمېر داوطلبانو په ګډون کې افر پرانيسته وکړه.

د افر پرانيستې دا غونډه نن دوشنبه(صفرالمظفر۱۵مه/زمري۲۹مه) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو رياست د محروميت کمېټې امر مولوي محمد نبي حماد د افر پرانيستې په غونډه کې له ګډون کوونکو څخه د مننې تر څنګ وويل چې افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی؛ يوازي د اسلامي امارت په هڅو نه بلکې د هيواد د سوداګرو او خلکو په همکارۍ سره اباديږي.

نوموړي همدا راز په دې غونډه کې زياته کړه چې ټول باید يو او بل ته لاسونه ورکړو او خپل هيواد ته په ګډه خدمت وکړو.