د ډبرو سکرو امارتي شرکت د ۳۰ ټنه سکرو د انتقال پروژې افر پرانیسته وشوه

د ډبرو سکرو امارتي شرکت د ۳۰ ټنه سکرو د انتقال پروژې افر پرانیسته وشوه
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست د ډبرو سکرو امارتي شرکت څخه غوري سمنټو فابریکې ته د ۳۰ ټنو ډبرو سکرو د لېږد پروژې افر پرانیسته د داوطلبۍ پلاوي په حضور او د داوطلبو شرکتو استازو په ګډون ترسره شوه.
دغه غونډه چې نن پنجشنبه (صفر المظفر۱۱مه/ زمري۲۵مه) جوړه شوه، پکې د ملي تدارکاتو ریاست مرستيال شیخ عبدالرحیم رحیمي د ګډونوالو شرکتونو له استازو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د پروژو په تطبیق کې دې اخلاص او صداقت سره کار وکړي.
د ملي تدارکاتو ریاست مرستيال وویل چې زمونږ موخه ملت ته خدمت کول دي نو له همدې امله د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست ټولو شرکتونو ته د پروژو په دواطلبۍ د ګډون زمینه برابره کړې ده.