د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئيس د ولايتي سفرونو په ترڅ کې بامیان ولایت ته ولاړ

د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئيس د ولايتي سفرونو په ترڅ کې بامیان ولایت ته ولاړ
د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي، امنیه قومندان، ښاروال او د بېلابېلو ادارو رئيسانو سره وليدل.
د بامیان ښاروالۍ او سيمه ييزو ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه چې نن سه شنبه (صفرالمظفر نهمه/ زمري ۲۳مه) د بامیان ولایت د غونډو تالار کې ترسره شوه، په کې د ښارواليو چارو سمون رياست د مسؤوليتونو او کاري ساحې په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.
د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده وویل؛ هغه عواید چې د صفايي او ملکیتونو د کرایې په نامه ټوليږي؛ بېرته د عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره مصرفېږي.
ښاغلي اخندزاده زیاته کړه چې ښاروالۍ یوه غیر بودجوي اداره ده او د ښاروالیو عواید راټولولو بهیر په بشپړه توګه شفاف دی.
د غونډې په پای کې د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست يو تن کارمند د پرزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د عواید راټولولو څرنګوالی، د لګښتونو او خدماتو وړاندې کولو بهیر او د دې ادارې اړوند موضوعات تشریح کړل.
دا غونډه چې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.