د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د پشه يي قوم له مشرانو او علماوو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د پشه يي قوم له مشرانو او علماوو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د پشه يي قوم له مشرانو او علماوو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه نن سه شنبه(صفر المظفر ۹ مه/ زمري ۲۳مه) د چارو ادارې لوی رياست په عمومي تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، چې له قومي مشرانو او مخورو سره ناستې او مجلسونه د دې رياست مسؤوليت دی او په وينا يې چې تر اوسه يې د ټولنې له مختلفو اقشارو سره غونډې کړي.
په غونډه کې د پشه يي قوم علماوو، مشرانو او مخورو په خپل نوبت سره خبرې وکړې او د سرکونو، کلينکونو، ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو او پلونو نه درلودل يې د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او همدا راز يې زياته کړه چې په پشه يي ميشتو سيمو کې دې د سرکونو او بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د پشه يي قوم علماوو او مشرانو خبرې، ستونزې او وړانديزونه په غور سره واورېدل او ويې ويل چې اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د قومونو او قبايلو د ستونزو حل لپاره يوه کمېټه جوړه کړې ده، تر څو يې په خپل وخت ستونزې حل شي.
همدارنګه ښاغلي ناصح يادو استازو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او مشکلات به يې د حل لپاره د اسلامي امارت له اړونده مقاماتو سره شريکې کړي او زياته يې کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي تر څو د ولس ستونزو ته په وخت او ښه توګه رسېدنه وکړي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.