د افغانستان برېښنا شرکت د ۶ قلمه برېښنايي تجهيزاتو پروژې افر پرانيسته وشوه

د افغانستان برېښنا شرکت د ۶ قلمه برېښنايي تجهيزاتو پروژې افر پرانيسته وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت له اندخوی څخه میمنې ته د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژې افر پرانيسته د يو شمير داوطلبانو په ګډون تر سره شوه.

دغه غونډه چې نن یکشنبه (صفر المظفر ۷مه /زمري ۲۱مه) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو رياست د سندونو د تحليل او تعقيب امر مفتي احمدالله نظامي د داوطلبانو له ګډون څخه مننه وکړه او له شرکتونو څخه يې وغوښتل چې په خپلو فعالیتونو کې مخلص او صادق واوسي.

ښاغلي نظامي وویل، موږ باید د خپلو خلکو او اسلامي نظام لپاره داسې کارونه وکړو، چې په هغه کې د ټولو خیر وي او سپارل شوي پروژې په ښه توګه ترسره کړو.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.