د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو ساتنې او څارنې رياست ته د اړتیا وړ د برېښنایي توکو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې AOP/G/016/1403/NCB ده، د امان ایوبي او صدیقي احمدزي لمیټډ د لوژستیکي او ودانيزو خدماتو ګډو شرکتونو ته چې پتې یې د کابل کمپنۍ څلورلارې اتحاد مارکیټ او پل محمود خان سیمه کې د حمید ضیاء مارکېټ کې دي او د جوازونو شمېرې يې 86571 او 27525 دي، په مجموعي قیمت (۵٫۵۹۵٫۱۲۵) «پنځه ميليونه، پنځه سوه پنځه نوي زره، يو سلو پنځه ويشت» افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.