د افغاني سرې مياشتي د ملکيت اړوند د همغږۍ غونډه وشوه

د افغاني سرې مياشتي د ملکيت اړوند د همغږۍ غونډه وشوه

د ا مير المؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس د افغاني سرې مياشتي ملکيت اړوند د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د استخباراتو لوی رياست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د افغاني سرې مياشتي استازو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې چې نن چهارشنبه(صفرالظفر دريمه/زمري ۱۷مه) جوړه شوې وه د يادو ادارو استازو د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست څخه وغوښتل چې د افغاني سرې میاشتې ملکیت په تثبیت کې همکاري وکړي.

د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني له اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې د قضیې اړوند نور اسناد هم وړاندې کړي او د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست له کارپوهانو څخه يې وغوښتل چې د دخيلو لوريو اسناد دې وڅېړي تر څو یې پر بنسټ پرېکړه وشي.

دا غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوي وه د خیر په دعا پای ته ورسېده