د ملي تدارکاتو رياست د ننګرهار نجم الجهاد فاميلي ساحې د برېښنا پروژې افر پرانيسته وکړه

د ملي تدارکاتو رياست د ننګرهار نجم الجهاد فاميلي ساحې د برېښنا پروژې افر پرانيسته وکړه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت د ننګرهار د نجم الجهاد فاميلي ساحې ۶ کليو ولټه د برېښنا پروژه د افر پرانيستې پلاوي په وړاندې او د داوطلب شرکتونو استازو په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه نن چهارشنبه(صفر المظفر دويمه/زمري ۱۷مه) د ملي تدارکاتو د خبرو په تالار کې جوړه شوي وه په پیل کې د ملي تدارکاتو د محروميت کمېټې امر مولوي محمدنبي حماد وويل بيت المال د ټولو افغانانو ګډ مال دی نو ساتنه او سپما يې د ټولو مشترک مسؤوليت ګڼل کېږي.

همدا راز يې زياته کړه، موږ بايد خپلې کاري پروژې په پوره اخلاص او صداقت سره سرته ورسوو او له هر ډول فساد څخه پکې ډډه وکړو او يې ويل چې د هېواد په ملي پروژو کې په اخلاص کار کول به له هېواد څخه بهر افغان سوداګر هېواد کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي د افر پرانيستي داوطلبو شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د داوطلبۍ پروسې په شفافه توګه ترسره کېږي او د هيچا حق نه ضايع کېږي او حق به خپل حقدار ته سپارل کېږي.

دا غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوط وه د خیر په دعا پای ته ورسېده