په خوست کې د ملي دفاع وزارت د ملکیتونو د ستونزو په اړه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د دولت د انسجام د چارو مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ په خوست کې د ملي دفاع وزارت د ملکیتونو د حقوقي ستونزو او له دې کبله د ښاري ماسټر پلان د تطبیق پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د خوست د چارواکو ترڅنګ د ملي دفاع او ښارجوړونې او ځمکو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو استازو خپل نظرونه څرګند کړل.
د خوست والي محمد صدیق پتمن غوښتنه وکړه، چې د ماسټر پلان د تطبیق لپاره دې د ملي دفاع وزارت یو شمېر ملکیتونه د حقوقي ستونزو له حل وروسته ور وسپارل شي.
په غونډه کې، اړوندې ادارې خوست ته د یوه ګډ پلاوي په استولو او خوست ښاروالي راتلونکې غونډې ته د ښاري پراختیا د تفصیلي پلان په وړاندې کولو موظف شول.