د اداري فساد د قضیو د کشف او تعقیب د ګړندي کیدو په اړه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتریت له لوري د ۱۹ وزارتونو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون د اداري فساد د قضیو د کشف او تعقیب بهیر د ښه کولو لپاره د عمل د ګډ پلان د طرحې د تعدیل په اړه غونډه وشوه.
په غونډه کې، د یادې طرحې په اړه د یوناما او نورو نړیوالو همکارانو د سپارښتنو د شریکولو او پرې د بحث ترڅنګ، د اړوندو وزارتونو او ادارو نظرونه واخیستل شول.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتریت رئیسې حسینه رحمان وویل: په فساد د تورنو کسانو د قرار د تطبیق چټکول ، د دوی پر وړاندې د عدلي او قضایي ادارو د ربع وارو اقداماتو اعلانول، له نورو هېوادونو سره د تښتیدلو تورنو د استرداد تړونونه، د تښتیدلو تورنو د غیابي محاکمې لپاره د قوانینو تعدیل، د اداري فساد د زیانمنو او په اړه یې د شاهدانو او اطلاع ورکوونکو د ملاتړ واحد رامنځته کیدل، د ازادې سیالۍ او وړتیا له لارې د څارنوالانو ګومارل، د عدلي او قضایي مرکز د مسولینو د امنیتي پرسونل زیاتوالی، د پلان د ښه تطبیق لپاره ګډه دولتي کمېټه جوړول او د جمهور رئیس په حکم د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا دفتر له لوري د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو پر اصلاحي پلان کار کول د عمل د دغه پلان د تعدیل شوې طرحې عمده ټکي دي.
د یادې طرحې د تعدیل په اړه د غونډې د ګډونوالو نظرونه، به له یوناما او نورو نړیوالو شریکانو سره شریک شي او وروسته به د تصویب لپاره د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا ته وړاندې شي.