د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو له رياست او يا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو، ساتنې او څارنې رياست د اړتيا وړ د تسخين توکو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/018/1403/NCB/RE
بانکي تضمين: (58٫000) اته پنځوس زره افغانۍ.
د افرپرانيستې ناسته: ۱۴۰۳/۶/۷ مالي کال، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۷۹۵
برښنالیک: Pro.goods@aop.gov.af
ادرس: د تدارکاتو ریاست، مرمرينې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.